تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
'تودې خبرې:'تر راتلونکي کرسمسه به خپل ځواکونه له افغانستانه وباسم
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، چې غواړي تر راتلوونکي کرسمس پورې یعنې د دوه نیمې مېاشتې په موده کې له افغانستانه خپل ټول سرتېرې وباسي.
که څه افغان چارواکو د ډونالد ټرمپ دې پرېکړې ته اندېښنه نه ده ښکاره کړې، خو وایي د امریکايي پوځیانو وتل به پر وضعیت بې اغېزې نهوي.
د حکومت سره پر یو وخت طالبانو په یوه اعلامیه کې د ټرمپ له لورې د پوځیانو د اېستلو له اعلان هرکلی کړی او دا یې د امریکا او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي تړون د پلي کېدو په لار کې یو مثبت ګام بللی دی.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسمشر سلاکار، سردار ځدراڼ
د نړیوالو چارو شنوونکی، احمد سعیدي
د سیاسي چارو شنوونکی، احمدخان مسلم