تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې له ټرمپ د طالبانو ملاتړ
د امریکا سي بي اس خبري شبکې د طالبانو د ویاند له خولې لیکلي، دغه ډله هیله منه ده چې، ډانلډ ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې ګټونکی شي؛ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور ختم کړي.
خو د ډانلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین ویاند د طالبانو د ملاتړ خبره رد کړې او ویلي يي دي چې، ښاغلی ټرمپ په هر ډول شرایطو کې د امریکايانو د ګټو د خونديتوب په لټه کې دی.
له بل لوري، د طالبانو ویاند ویلي چې، د ټرمپ په اړه د هغه څرګندونې ناسمې تعبیر شوي دي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسمشر سلاکار، نبي مصداق
د لغمان پخوانی والي، اصف ننګ
د ولسي جرګې غړی، پروېز عرب زاده