تودې خبرې:له اختلافه، د امریکا او طالبانو د هوکړې د نقص تر تورونو
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، خبرو کې د امتیاز ګټلو لپاره د تاوتریخوالي ډېرول خطرناکه لوبه ده.
د خلیلزاد په وینا، جګړې ته زور ورکول، د سولې بهیر زیانمنولی او د افغان مشرانو پخوانۍ ناسمې محاسبې تکرارولی شي.
د خلیلزاد دا خبرې ټیک یوه ورځ وروسته له هغې وې، چې طالبانو په یوه اعلامیه کې امریکايي ځواکونه تورن کړل چې هلمند او فراه کې یې داسې بمبارۍ کړي چې د دوحې هوکړه لیک یې نقض کړی.
افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د طالبانو دا تور رد کړ او ویې ویل، دوی چې دې وروستیو کې پر طالبانو کوم هوایي بریدونه کړي له افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه یې کړي.
د جګړې کمولو لپاره طالبانو ته د زلمي خلیلزاد دا تازه خبرداری څومره جدي دی؟
امریکایي ځواکونه په اوسنیو شرایطو کې افغان جګړه کې، د کابل - واشنګټن امنیتي تړون ته ډېر ژمن دي که طالبانو سره د دوحې هوکړه لیک ته؟
د افغان سولې بهیر سوکه حالت څرنګه چټکېدای شي؟
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، ملالۍ شینوازې
د سیاسي چارو شنونکی، حبیب الله جانبدار
د نړیوالو چارو شنونکی، محب الله شریف
د سولې ولسي حرکت غړی، عبدالاحد سرتیپ
په دې اړه مو اندونه