تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې:۲۶ولایتونو کې دجګړې دوام خلک د سولې په هکله اندېښمن کړي
د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو جګړو تر څنګ کابل کې وروستي خونړي برید د سولي په اړه د خلکو هیلي په اندېښنو بدلې کړې دي.
د ناټو عمومي سر منشي ویلي، د تاوتریخوالي بې ساري ډیروالي دوی له افغانستانه د وتو په برخه کې دوه زړی کړي دي.
ینس سټولټنبرګ ویلي د بهرنیانو د پوځي حضور په ختمېدو سره ښايي لاسته راوړنې له منځه ولاړې سي او افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو پر امن پټنځای بدل شي.
له دې سره سم، پخواني ولسمشر حامد کرزی ویلي افغان ولس په هر حالت کې د سولي ملاتړ کوي؛ خو د افغانستان په اړه يي د امریکا او پاکستان ګډه معامله د نه منلو وړ بللې ده .
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د سیاسي چارو شنوونکی، امین الله شارق
د سیمه اېزو چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا