تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: افغانستان ملکي کسانو ته مرګونی هېواد
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي افغانستان د ملکي کسانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد دی، چې پکي ښځې او ماشومان د قربانیانو د شمېر نیمایي برخه ده.
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې نوی عمومي مدیر، چې افغانستان ته راغلی، وايي په وروستیو میاشتو کې د جګړې زور اخېستو؛ په دې هیواد کې بشري وضعیت نورهم خراب کړی دی.
د سره صلیب کمیټې موندلي، چې کندهار ،هلمند او غزني ولایتونو روغتونونو کې د ملکي کسانو په ګډون په سلګونه ټپي کسان بستر شوي.
په دې خپرونه کې کوربه، فواد اکبرزي پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر، لعل ګل لعل
د ولسي جرګې غړی، ګل احمد کمین
د سیاسي چارو شنونکی، محمد نادر افغان