تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: ژمی افغانستان کې د زیانمنو ماشومانو ژوند ته ګواښ
د ژمي سړه هوا په افغانستان کې د ۳۰۰ زرو ماشومانو ژوند ګواښي.
له ماشومانو د ملاتړ د نړۍوال سازمان موندنې ښيي که چېرې د روان کال په ژمي کې، له ګواښ سره مخ ماشومان په ژمنیو جامو کې پټ نه شي؛ نو ناروغان به شي او ځینې به یې لا مړه هم شي.
له ماشومانو د ملاتړ د نړۍوال سازمان وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زرګونه ماشومان د جګړو او نا امنیو له امله بې ځایه شوي.
او دغه سازمان کولی شي یوازې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې څه باندې سلو زرو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ورسوي.
په دغې خپرونه کې کوربه فواد اکبرزي په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د سکرتریت رییس، نجیب الله اخلاقي
د ولسي جرګې غړی، غلام ولي افغان
د بشري حقونو نه د دفاع او څېړنې ډلې غړې، مریم نصیر
په دې اړه مو اندونه