تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د مرکچي پلاویو د مذاکراتو دویم پړاو پیل په هکله بحث
د افغان سولي په اړه د افغان حکومتي پلاوي او طالبانو تر منځ بل پړاو ته د چمتوالي لپاره نن دوحه د دواړو خواوو ډلې پر اجنډا بحثونه پیلوي.
که څه هم د دواړو لوریو د اړیکو ډلو د دویم پړاو مذاکراتي موضوعاتو پر سر خبرې تر سره کړې، خو لا تر اوسه د سولي د دغو خبرو اجنډا نه ده معلومه شوې.
د افغانستان جمهوریت پلاوی وايي، اوربند یې د اجنډا په سر کې دی او طالب پلاوي بیا ویلي، د اجنډا لومړۍ موضوع یې په افغانستان کې د نظام بڼه ده.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې اړه له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا
د سیاسي شنونکی، جمال ناصر اصولي
سیاسي فعال، نور احمد ناصري