تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې د مرکچي پلاویو ځينې غړي لاهم دوحې ته نه دي تللي
په قطر کې سرچینې وايي، لا تر اوسه هم د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر عبدالحکیم حقاني په ګډون د دغه پلاوي ځينې غړي له پاکستانه قطر ته نه دي تللي.
طالبانو ته نږدې دغه سرچینې د زلمي خلیلزاد له لوري د لنډ مهالي حکومت مطرح کېدل قطر ته د طالب مرکچیانو د ټولو غړو په ورتګ کې د ځنډ لامل ګڼي؛ خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند قطر ته د عبدالحکیم حقاني د نه ورتګ مساله نه مني.
له دې سره سم، د ملي روغې جوړې دعالي شورا د رسنیو چارو مشر هم د دې پخلی کوی چې، لا هم د سولې د مرکچیانو ځینې غړي قطر ته نه دي تللي.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې کړې دي.
مېلمانه:
د ولسي جرګې غړی، عبدالرووف شپون
د افغان سولې جرګه ګۍ مشر، داوود عابدي
ازاد خبریال، سمیع یوسف زی