Skip to main content
وروستي خبرونه
تودی خبری

تودې خبرې: د افغانستان سولې بهیر کې د مسکو ونډه

روسیه وایي، د افغانستان د کشالې حل د یوه انتقالي دولت په جوړېدو کې دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، مسکو غوره ګڼي چې افغانستان کې ښکېلې خواوې پر یو ګډ - انتقالي دولت سلا شي. کابلوف د روسیې سپونټیک خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، که ټول واک طالبانو سره شي، دا به ښه نه وي، خو په یو انتقالي دولت کې د طالبانو لپاره یو مناسب ځای اړین دی.

کابلوف دا هم ویلي، چې د دوحې مذاکرات ناکام دي او مذاکرات دې، د روسیې، امریکا، چین او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په حضور کې وشي.

په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.

د خپرونې مېلمانه:

د مشرانو جرګې غړی، ګل احمد اعظمي

د سیاسي چارو شنونکی، حبیب الله هوتکي

د نړۍوالو چارو شنونکی، لطیف آرش

شریک یي کړئ

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews