تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د دولت عالي شورا د غونډې جوړېدل
د دولت عالي شورا چې د هېواد نږدې شل سیاستوال پکې ګډون لري، خپله لومړنۍ غونډه وکړه.
مارشال عبدالرشید دوستم چې، د دولت د عالي شورا یو غړی دی د دغې شورا په غونډه کې د ګډون په موخه نن کابل ته راغی.
د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، د دولت عالي شورا د سولې او نورو مهمو ملي مسایلو په اړه ولسمشر ته د سلا مشورو ورکړې نقش لري او له ملي روغې جوړې عالي شورا سره هېڅ ډول وظیفه يي تداخل نه لري.
په دغې خپرونه کې کوربه نعمت روان په د هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.
مېلمانه:
سیاسي فعال، عبدالحق ګوجرزاده
قومي مخور، احمدخان مسلم
د سیاسي چارو شنونکی، محمد اصف احمدزوی