Skip to main content
وروستي خبرونه
تودی خبری

تودې خبرې: د امنیتي ځواکونو پر مرګ ژوبلې بحث

له بغلانه رارسېدلي راپورونه وایي، چې د دغه ولایت پر جلګه ولسوالۍ د طالبانو د جمعې شپې په یرغلیز برید کې د جلګه او برکه ولسوالیو د امنیه قوماندانو په ګډون اته پوځيان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.

د بغلان په پنځو ولسوالیو او د پلخمري ښار په څنډو کې د جګړې زیاتېدو خلک اندېښمن کړي دي.

بل خوا د بدخشان ولایتي شورا د دولتي ځواکونو په یوه هوایي برید کې تر ۲۰ د زیاتو ولسي پاڅونوالو د وژل کېدو خبر ورکوي.

په هرات، زابل، کندهار، سمنګان او بادغیس ولایتونو کې د جلا جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې د ۲۱ دولتي سرتېرو د وژل کېدو او د ۱۵ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

خو پوځ وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو  کې تر ۲۵۰ زیات طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په دغې خپرونه کې کوربه الیاس منصور په دې هکله له خپلو مېلمنو سره بحث او خبرې اترې کړې دي.

مېلمانه:

 قومي مشر، حمزه نورستاني

د زابل ولایتي شورا غړی، عمر عمري

د ولسمشر سلاکار، نجیب کابلي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه

موږ په فېسبوک کې ومومئ

@Tolonews

د طلوع نیوز توییترپاڼه

@Tolonews