تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د ازمویښتي میټونو څرنګوالی
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي، د روغتيا وزارت د دغې وبا د ازموينې د کيټونو يا وسايلو له کموالي خبر ورکړى دى.
د وزارت د مسوولین وايي، د ازموينې وسايل يې نژدې پرخلاصېدو دي.
وزارت وايي د کرونا مثبتو پېښو شمېر شاوخوا زرو ته رسېدلی دی او د هيواد په کچه د کواید نوولس ناروغۍ څخه تردا مهاله ۳۲ کسان مړه سوي او ۱۳۱ تنه بېرته روغ سوي دي.
د روغتیا وزارت مسولان وايي اوسمهال له دوی سره د ار اېن ای د استخراج وسایل بېخي کم سوي او له امله یې د دوی د ځینو حوزوي مرکزونو کارونه درېدلې دي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د ساري ناروغیو د کنترول مسوول، ډاکتر سید حبیب اروال
لندن کې مېشت افغان ډاکتر او د روغتیا وزارت پخوانی سلاکار، بازمحمد شیرزاد
د ولسي جرګې غړی، خالد اسد