تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د امریکا مرستو پرېکوڼ په تړاو بحث
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه بحث کې ویلي، د کرونا وایرس د بحران په شپو ورځو کې له افغان حکومت سره د امریکا یو میلیارد ډالري مرستې بندول به ښې پایلې ونه لري.
د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې د یوناما مرستیالې د کورونا وایرس له کبله افغانستان له جدي ګواښ سره لاس و ګرېوان وباله او زیاته یې کړه په دغه هیواد کې کورني بې ځایه شوي، بندیان او په خوارځواکۍ اخته ماشومان د کرونا له کبله له سخت خطر سره مخ دي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د نړیوالو او سیاسي چارو شنونکی، محب شریف
د ولسمشر د ویاند مرستیال، دواخان مینه پال
د اقتصادي چارو شنونکی، شعیب رحیم