تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د سولې خبرو کې د طالبانو دریځ
د کړکېچ نړۍواله ډله وایي، د افغان سولې په بهیر کې د طالبانو درېځ څرګند نه دی.
دغې ډلې یو رپوټ کې ویلي، چې د ځينو مهمو مسایلو په برخه کې د طالبانو دریځ ګونګ دی.
رپوټ کې راغلي، چې طالبان باید د افغانستان د راتلونکي په اړه خپل نظرونه راټول او یو سیاسي لیدلوری ځان ته معلوم کړي او د مذاکراتو په مېز کې روغې جوړې ته لېوالتیا وښيي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
لیکوال او ژورنالیست، عصمت قانع
د سیاسي چاور شنونکی، ولي الله شاهین
سیاسي فعال، مطیع الله ځلاند