تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د ولسمشر د کار د دوام په تړاو خبرداری
د جوزا د لومړۍ نېټې په رارسېدو د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو خبرداری ورکړی چې د محمد اشرف غني د حکومت قانوني وخت پای ته رسېدلی او که نوموړی له واکه لاس په سر نه شي یا هم له سیاستوالو سره د خپلې کاري مودې د غځولو په تړاو سیاسي اجماع ته ونه رسېږي، دوی به یې مقابل کې له هرې ممکنه لارې چارې کار واخلي.
خو حکومت ټینګار کوي چې له اساسي قانون څخه د سترې محکمې د تفسیر له مخې به خپل کار ته دوام ورکوي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د حقوقپوهانو ټولنې مرستیال، ګل احمد مددزی
سیاسي فعال ډاکټر، فهیم فطرت
سیاسي شنونکی، نجیب الله ازاد