تودی خبری
له TOLOnews څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: د پاکستاني جنرال ګواښ او د کابل غبرګون
د پاکستان لوی درستیز ویلي وه چې د ترهګرو ځپلو په موخه ښايي له اسلام آباد څخه بهر د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ځپلو په موخه عملیات ترسره کړي.
کابل د دې خبرو په غبرګون کې ویلي چې هېڅ هېواد او ځواک ته د پوځي لاسوهنې اجازه ورنکړي.
په دې خپرونه کې کوربه شاهپور بختیار پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې کړې دي.
د ولسي جرګې غړی، عبیدالله بارکزی
د پوځي چارو کارپوه، محمدطاهر یرغل
د ننګرهار ولایتي شورا غړی، ذبیحالله زمری
د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي