تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: له پنځو اډو د امریکايي ځواکونو وتل
له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو په اړه له اندېښنو او نیوکو سره ،سره امریکايي چارواکو ویلي په څلورو ولایتونو کې له پنځو پوځي اډو وتلي دي.
امريکایانو ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته، په هلمند، ارزګان، پکتیا او لغمان کې دوی خپل پوځي بیسونه پرېښي دي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د نظامي چارو شنونکی، جنرال عرب شاه چمتو
د سیاسي چارو شنونکی، سیدقریب سادات
او له امریکا څخه د نړیوالو چارو شنونکی، فهیم صديقي