تودی خبری
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
تودې خبرې: کابل کې د هوا ککړتیا مخنیوي لارې چارې
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د ولسمشر د هدایت له مخې له هغو کسانو سره چې د هوا ککړتیا لباره یې زمینه مساعد کړې، قانوني چلند وکړي.
په دغو اقداماتو کې عامه پوهاوی، د حمامونو بندول، دهغو زړو موټرونو د فعالیت مخنیوی چې هوا ککړوي او دهغو فابریکو او ښارګوټو د فعالیتونو بندول شامل دي چې په کابل کې ښار کې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه بلل کېږي.
بلخوا د کابل ښاریان وايي، حکومت د هوا د ککړتیا په مخنیوی کې پاتي راغلی او یوازي په آړه سمبوليک کارونه تر سره کوي.
په دې خپرونه کې پر همدې موضوع له مېلمنو سره خبرې شوې دي.
د خپرونې مېلمانه:
د چاپیریال ساتني ادارې مسلکي معین، عزت الله صدیقي
د کابل د ولایتي شورا غړی، عبدالخالق ځاځی وطندوست
د مدني ټولني فعال، احمدالله وزیر