عبدالله عبدالله په تونده لهجه او په ښکاره له هغه څه چې د اصلاحاتو د راوستلو او د خلکو غوښتنو ته د لاسرسي لپاره د مشورو په موخه د ولسمشر پر بې پرواییو سخته نیوکه وکړه.
ښاغلی عبدالله نن د زمري په ۲۱ د ځوانانو د نړیوالې ورځې په لمانغونډه کې وویل لکه څرنګه چې لومړنی کس وه چې د ولسمشر مشروعیت یې ومانه خو په درېیو میاشتو کې حتا دری ځله هم نهدی توانېدلی چې دی وویني.
نوموړی د ولسمشر په نه زغم سخته نیوکه کوي او وايي هغه کس چې د خبرو اترو زغم نهلري نو د ولسمشری وړتیا هم نلري. د حکومت اجرایي ریس عبدالله عبدالله د دغه حکومت له جوړېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په تونده بڼه او په ښکاره د ستونزو او د خلکو پر غوښتنو د غور کولو لپاره د ولسمشر پر نه همکارۍ نیوکه وکړه.
عبدالله عبدالله وویل:«هغه څوک چې د بحث زغم نه لري،د ریاست وړتیا هم نهلري.هغه څوک چې د اورېدو حوصله ونه لري،د مشرۍ وړیتا هم نهلري.»
ښاغلی عبدالله زیاتوي د ټاکنیزو اصلاحاتو راوستل او د برېښنايي تذکرو وېش حتمي دي.
اجرائيه رئیس څرګنده کړه:«ټاکنیز اصلاحات اړین دي؛باید وشي! له هغې څخه پرته هېڅ شی شتون نهلري؛ برېښنايي پېژندپاڼې چې د افغانستان د خلکو پېژاند دی، ورته مو لسګونه حل لارې پیدا کړې چې ټولنې اندېښنې چې هرچا،له هرې خوا هره خبره لرله په هېڅ قومي مسئلې پورې تړاو نهدرلود، ولې هېڅ مخته نهځي. موږ ورباندې هېڅ بحث نه کوو.»
د هغه څه یادونه هم وشوه چې د قدرت انحصار بلل کېږي.
هغه زیاته کړه:«وزارتونه خویندې او خورلنډې، ورور او ورور بللی او ناسکه ورور لري. یوه وزیر ته د وزیر اکبر خان مډال ورکول کېږي؛ یوه وزیر ته د وزیر اکبر خان د مډال ورکول، دا هغه بحث دی چې دننه په حکومت کې باید ترسره شي. د افغانستان کابینه باید پرې بحث وکړي چې دلته(په فلان وزارت کې)چې همدا ډول لاسته راوړنه شته او که نه.»
اجرایي رئیس ټینګار کوي د ملي یووالي حکومت موافقه د دوو کلونو لپاره نه ده.
عبدالله عبدالله زیاتوي چې د شنبې په ورځ به له ولسمشر سره جدي خبرې وکړي، نوموړی د افغانستان د بریالیتوب یوازینۍ لار وحدت او یووالی او له نورو سره کار کول ګڼي.
د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه