Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشرۍ ماڼۍ:د عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ له موازینو او روحیې سره په سمون کې نه دي

ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعې په ورځ د ولسمشر په وړاندې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تېرې ورځې د نیوکو ځواب ورکړ او ده هغه ویناوې یې د دولتدارۍ له موازینو او روحیې په خلاف وبللې.

د ولسمشر ویاند هارون چغانسوري په دې اړه وویل:«له خواشينۍ سره د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ له موازینو او روحیې سره په سمون کې نه وې، ځکه چې د حکومتوالۍ بنسټ په قانوني اصولو او ضوابطو استوارې او د هغه پر بنسټ اجراأت کېږي. د ملي یووالي حکومت کار په ټولیزه توګه به ودام پيدا کړي، ډېر ژر به د هغه د څرګندونو په اړه جدي او اغېزمن بحثونه وشي.»

په همدې حال کې،ښاغلی غني وايي هغه کسان چې پر ما اعتماد نه لري،زه هم پر هغوی اعتماد نه لرم.

هغه د ځوانانو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ټينګارد کوي هغه کسان چې له فسادو کسانو ملاتړ کوي،د حکومت د اصلاحاتي پروګرامونو په وړاندې ادرېږي له هغوی سره به قاقوني چلند وشي.

له دې سره په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر مهمې سیاسي چېرې ګواښ کوي چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو کړکېچ به هېواد له ناورین سره مخامخ کړي.

دا په داسې حال کې دی چې ښاغلي عبدالله د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل که‎ څه هم زه لومړنی کس وم چې د ولسمشر مشروعیت مې تأیید کړ؛خو په درې میاشتو کې ولسمشر حتا درې ځله هم له ما سره نه دي لیدلي.

اجرائیه رئیس د ولسمشر په بې حوصله ګۍ سخته نیوکه وکړه او وې ویل هغه څوک چې د بحث حوصله ونه لري د ریاست وړتیا هم نه لري.

عبدالله عبدالله وویل:«هغه څوک چې د بحث حوصله او زغم ونه لري،د ریاست وړتیا هم نه لري. هغه څوک چې د اورېدو زغم ونه لري،د مشرۍ وړتیا نه‎لري.»

ښاغلي عبدالله وویل چې په ځلونه یې د هېواد د اوضاع په اړه د خبرو اترو لپاره یې د ولسمشر نه لېوالتیا زغملې ده،خو اوس یې د صبر کاسه نسکوره شوې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعې په ورځ د ولسمشر په وړاندې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تېرې ورځې د نیوکو ځ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه