Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله د ولسمشر په وړاندې له خپلو وروستیو ویناوو څخه دفاع وکړه

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د هېواد له یو شمېر مشرانو او سیاسي څېرو سره په ناسته کې د ولسمشر په وړاندې د خپلو وروستیو ویناوو څخه دفاع وکړه.

د اجرائیه ریاست د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې اجرائیه رئیس د شنبې په ورځ یو شمېر سیاسي مشرانو او شخصیتونو سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدلي او ویلي یې دي چې د تېرې اوونۍ له ویناوو څخه یې دفاع کوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دغې ناستې ګډونوالو د اجرائیه رئيس د پروګرامونو اوله قید او شرط څخه پرته د سیاسي هوکړه لیک د مواد پر تطبیق د وروستیو لیدلورو د ملاتړ تر څنګ په نظام کې د اصلاحاتو په عملي کېدو یې ټینګار وکړ.

په دغې ناسته کې د اجرائیه ریاست مرستیلانو،د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور،د ملي دفاع پخواني وزیر بسم الله خان محمدي،د ملي امنیت پخواني رئيس امرالله صالح،د عدلیې وزیر عبدالبصیر،محمد ناطقي،میرویس یاسیني او نصرالله ارسلايي حضور درلود.

ښاغلي عبدالله تېره اوونۍ له توندې لهجې سره، د خلکو غوښتنو او د اصلاحاتو د راوستو په وړاندې د ولسمشر په بې پروایۍ سخته نیوکه وکړه.

هغه د ځوانانو په نړیواله لمانځغونډه کې وویل که څه هم هغه لومړنی کس چې د ولسمشر مشروعیت یې تأیید کړی؛خو په درې میاشتو کې حتا درې ځله یې هم له هغه سره نه دي لیدلي.

د اجرائیه رئيس له ویناوو څخه وروسته،ښاغلي غني د جمعې په ورځ د ځوانانو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې ویلي دي هغه کسان چې پر هغه اعتماد نه لري هغه هم پر هغوی اعتماد نه ‎لري.

له دې سره په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر مهمې سیاسي څېرې ګواښ کوي چې د سیاسي اختلافاتو دوام په هېواد کې د سیاسي او امنیتي کړکېچ لامل کېږي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د هېواد له یو شمېر مشرانو او سیاسي څېرو سره په ناس

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه