Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي یووالي حکومت مشرانو لیدنه وځنډېده

د ملي یووالي مشرانو لیدنه چې ټاکل شوې وه نن شنبه( د زمري ۲۳مه) سره وګوري، د ناڅرګند لامل له مخې و ځنډېده. د اجرائیه ریاست ویاند وايي چې دا لیدنه د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا پلان شوې وه، خو تر اوسه دواړو مشرانو سره نه دي لیدلي.

تمه کېده چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د رامنځته شویو اخلافونو په اړه خبرې اترې وکړي.

د اجرائیه ریاست ویاند، مجب‎الرحمن رحیمي وويل: «دا لیدنه د ولسمشرۍ ماڼۍ له ‎خوا تنظیم شوې وه، خو د لاملونو له مخې ونشوه. موږ لا هم د دغو خبرو اترو لپاره چمتو یوو او د ولسمشرۍ ارګ ته په تمه یوو.»

له بلې خوا، د جمعیت اسلامي یو شمېر مشرانو او د ټاکنو په لړ کې د عبدالله عبدالله پلویانو له نوموړي سره په لیدنه کې هغه څه چې د دوی له ‎خوا خپل سري بلل کېږي، پای ته رسولو او د سیاسي هوکړې عملي کېدو باندې ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې، د ملي یووالي حکومت د هوکړې نه عملي کېدل او په انحصاري توګه د چارواکو ګمارنه د حکومتي مشرانو اختلافونو لامل بلل شوی.

د ملي یووالي حکومت پر سیاسي هوکړه‎لیک د څار کمېسیون رئیس، محمد ناطقي وايي: «غوره لار همدا ده چې سیاسي هوکړه عملي شي. په نظام کې د اصلاحاتو راوستو، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش او ان د دولتي چارواکو ګمارنه باید د مشورې له مخې وشي.»

د ا جرائیه ریاست ویاند زیاتوي: «که له یوې خوا د ځواک تمرکز د دغه کړکېچ لامل شوی، نه یوازې د ځواک تمرکز بلکې په ارګ کې بل موازې حکومت جوړ شوی دی او د وزیرانو واکونه اخیستل شوي دي.»

وروسته له غرمې په کابل کې د بهرنیو هېوادونو یو شمېر سفیرانو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان له اجرائیه رئیس سره لیدلي دي. دواړو خواوو د ملي یووالي حکومت مشرانو ترمنځ د ستونزو د هوارۍ لپاره پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ولسي جرګې غړي، نعیم لالي وويل: «اوسنیو حالاتو ته په کتو اړینه ده چې د حکومت مشران خپلې ستونزې سره هوارې کړي؛ که نه نو دوی خپله به د حکومت نسکورېدو لپاره زمینه برابره کړي.»

اختلافونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ملي یووالي حکومت دوه کلنۍ ته د نېږدې کېدو په حال کې دی او دا به د ولسمشر او اجرائیه رئیس لپاره آزمون وي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ولسمشر د دفتر رئیس، عبدالسلام رحیمي له اجرائیه رئیس سره خبرې کړې دي خو پایله يې تر اوسره نه ده څرګنده.

د ملي یووالي حکومت مشرانو لیدنه وځنډېده

د ملي یووالي مشرانو لیدنه چې ټاکل شوې وه نن شنبه( د زمري ۲۳مه) سره وګوري، د ناڅرګند لامل له مخې و

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه