اجراییه ریاست وايي چې د دغه ریاست ډېری وړاندیزونه او غوښتنې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا یا رد شوي او یا هم ورته پاملرنه نه کېږي.
اجرائیه ریاست زیاتوي چې د ملي یووالي حکومت ډېری کارونه نه همغږه او نه هم له سیاسي هوکړې سره سم وو.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي:«حکومت له ستونزو سره مخامخ وو؛ هغه کارونه چې تراوسه ترسره شوي دي په لازمه همغږۍ کې نه وو؛د سیاسي هوکړه لیک د غوښتنې او لارښونې په سمون کې هم نه وو.»
ملي یووالی حکومت د سیاسي هوکړه لیک له مخې رامنځته شوی دی. په دې هوکړه لیک کې د دواړو مشرانو صلاحیتونه او مسؤولیتونه ټاکل شوي دي چې ټول کارونه باید د قوانینو په بنسټ پرمخ یوړل شي.
د اجرائيه ریاست د ویاند پخوانی مرستیال آصف آشنا په دې اړه څرګنده کړه:«غوښتنې رد شوې دي،خو اصلي ستونزه په افغانستان کې د واک د پیداښت لپاره هڅې دي او دا ګرځي د واک سیاسي ستونزوپس منظرته. د سیاسي هوکړهلیک له تطبیق څخه تېښته یوه ساده او اتفاقي مسئله نه ده.»
په دې لړ کې د دغې ستونزې د هوارې لپاره یوازینۍ لاره له ځنډ څخه پرته د سیاسي هوکړې عملي کېدل دي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیا ر وویل:«د ولسمشر خبرې یې واورېدئ چې د ملي یووالي حکومت خپل کار ته دوام ورکړي،له دې خبرې داسې ښکاري چې هېڅ ستونزه نشته.»
ولسمشرۍ ماڼې په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه