Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجرائیه ریاست:ښاغلي عبدالله اجرايي صلاحیتونه نه دي لرلي

اجرائیه ریاست مني چې د عبدالله عبدالله د حکومتي کارونو په ترسره کېدو کې عبدالله لازم اجرایوي صلاحیتونه نه دی لری.

دغه ریاست،د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست ترمنځ وروستۍ ناندرې هم له همدې امله بولي.

د اجرائيه رئیس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وايي:«اجرائيه رئیس دی! اجرائيه رئیس په دې مانا چې باید اجرايي صلاحیتونونه ولري او د حکومت اجرايي کارونه،له دغې پتې باید تعقیب شي.»

د ولسمشر د فرمان په یوه برخه کې چې د اجرائیه رئیس د صلاحیتونو په اړه راغلي دا صلاحیتونه داسې بیان شوي دي.

په اداري برخه کې د اجرائیه رئیس صلاحیتونه:

* د وزیرانو د شورا د غونډو ریاست

* د ملي امنیت او کابینې په غونډو کې غړيتوب

* د وزیرانو ترمنځ د پروکرامونو په عملي کولو کې د اجرايي همغږې رامنځته کول

* د وزیرانو شورا د فرعي کمېټې جوړول او د هغې مشري کول

* د وزیرانو شورا د کاري پلان منظوري او د کابینې غونډې ته د هغې وړاندې کول

* د خپلواک بودیجوي واحد په توګه د اجرائیه ریاست د دفتر او د وزیرانو د دارالانشا مشري کول
* د وزیرانو شورا د دارالانشا او د اجرائیه ریاست د کارکوونکو ګمارل او عزل کول د هېواد د نافذه قوانینو په بنسټ.

* د ولسمشر ترڅنګ په ټولو رسمي او تشریفاتي مراسمو کې حضور لرل.

* ولسمشر ته د نوماند وزیرانو وړاندیز

* له وزارتونو د کاري راپورونو ترلاسه کول او د هغوی په اجرااتو کې د قانون د احکمامو له مخې د لازمو اصلاحاتو رامنځته کول.

همداراز ویل شوي چې اجرائیه رئیس په مالي برخه کې داسې صلاحیتونه لري لکه:

* د اجرائیه ریاست او وزیرانو شورا د داراالانشا د دفتر او تشکیل او بدویجې تائید د واحد بودجوي ادارې په توګه.

* د وزیرانو شورا د دارالانشا او اجرائیه ریاست د بودیجې د لګښت منظوري

* له ۹۱ څخه د ۳۰ سلنې پورې د پیسو د لګولو د منظورۍ صلاحیت لرل.

په دې فرمان کې راغلي دي:

* د اجرائیه رئیس د صلاحیتونو په چارچاپېر کې نور مالي صلاحیتونه د و لسمشر لخوا اجرائیه رئیس ته تسلیمېږي.

له دې سره سره اجرائیه ریاست ټینګار کوي چې عبدالله عبدالله په لازمه توګه له دغو صلاحیتونو څخه برخمن نه وو.

په همدې حال کې د اجرایه رییس د صلاحیتونو په څرنګوالي دغو ناندریو یولړ غبرګونونه هم راپارولي دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالحی آخندزاده په دې اړه وویل:«هغوی (د ملي یووالي حکومت مشران)د یوه فشار په پایله کې له یو بل سره یوځای شول او د همدغه فشار په پایله کې تراوسه له یو بل سره کار کوي.»

له دې وړاندې،د لوړپوړو دولتي چارواکو په هغو کارونو چې د هغوی په صلاحیتونو پورې یې تړاو نه درلود هم له نیوکو سره مخامخ شوې وې.

د کارپوهانو په باور د دولت دا چارواکي هغه فعالیتونه ترسره کوي چې د صلاحیت په چارچاپېر کې یې نه دي.

اجرائیه ریاست مني چې د عبدالله عبدالله د حکومتي کارونو په ترسره کېدو کې عبدالله لازم اجرایوي صلاحی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه