Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اجرائیه ریاست:تراوسه د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه‎لیک هېڅ ماده نه ده عملي شوې

ولسمشر غني تر دې دمه د ناندرو د هوارۍ لپاره له اجرائیه رئیس سره لیدنه نه‎ده کړې، اخوا د بهرنیو هېوادونو له یو شمېر استازو سره د عبدالله لیدنې زیاتې شوې دي.

اجرائیه ریاست ټينګار کوي چې حکومت د سیاسي هوکړې له لاسلیک سره جوړ شوی خو ولسمشر دا هوکړه لیک عملي کړې نه دی.

د اجرائیه رئیس سلاکار داوود اساس له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل:«د ملي یووالي حکومت له هوکړه‎لیک څخه تراوسه د هغې یوه ماده هم عملي شوې نه ده او یوازې یو شی عملي شوی دی چې یوازې وویل شي چې د ملي یووالي حکومت، د حکومت اجرائیه رئیس په هغوی خبرو اترو کې چې د نړۍ د هېوادونو له استازو او نفوذ لرونکو کسانو سره یې لرلې پر دې یې ټینګار کړی چې دغه موضوع باید پای ته ورسېږي.»

که څه هم ټاکل شوې وه چې د حکومت مشران د شنبې پر ورځ سره وګوري؛ خو دغه لیدنه ونه شوه.
چې دا کار د ښاغلي د عبدالله عبدالله د نیوکو لامل شو.

عبدالله عبدالله د سپيدار په ماڼۍ کې د ځوانانو ورځي په لمانځغونډه کې وویل:«یوه وزیر ته د غازي محمد اکبر خان مډال ورکوي؛که‎چېرې ټاکل شوي وي چې یوه وزیر ته مډال ورکړل شي پر دغې موضوع باید په کابینه کې خبرې وشي چې آيا دغه لاسته راوړنه شتون لري که نه؟»

خو له دغو خبرو یوه ورځ وروسته ولسمشر د ځوانانو د ورځې په لمانځغونډه کې د دغو خبرو پر وړاندې توند غبرګون وښود او د یکشنبې پر ورځ یې د ځوانانو د روزنیز پارلمان په پرانستغونډه کې د اجرائیه رئیس خبرو ته داسې ځواب ورکړ.

ولسمشرغني وویل:«هرکله چې زه د اصلاحاتو په برخه کې ګام پورته کوم هغه کسان چې ګټې یې په خطر کې کېږي غږ کوي چې ولسمشره ده په خپله ولې دغه کار کوئ.»

له دې سره چې د شنبې په ورځ د حکومت ترمنځ هېڅ لیدنه ونه شوه،خو اجرائیه رئیس پر ولسمشرۍ له نیوکو څخه وروسته په کابل کې د امریکا له سفیر او دغه راز د یو شمېر نورو هېوادونو له سفیرانو سره خبرې وکړي .

په همدې توګه نوموړي پنجشیر ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له یو شمېر مخورو او په کابل کې د جمعیت اسلامي له مشرتابه او دغه راز عبد رل الرسول سیاف سره ولیدل .

کارپوهان او څېړونکي د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ د همغږۍ نشتوالی له زیانه ډک بولي او د دغو ترینګلتیاوو پر له منځه وړو ټینګار کوي.

لیکوال او څېړونکي حامد علمي په دې اړه وویل:«د ملي یووالي حکومت د کار له پیل راهیسې،دغه اندېښنه وه چې د کاري نیمګړتیا به رامنځته شي او یا دا چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ ژمنې به په سمه توګه عملی نه‎شي.د حکومت دواړو مشرانو د حکومت له پیل راهیسې تراوسه سمه همغږي نه‎‎لرله او حکومت د خپل کار د پیل د لومړنیو میاشتو ستره برخه د وزیرانو او مرستیالانو د ګمارنې په جنجال کېئ تېره کړه او ډېری کارونه لکه د برېښنايي پېژندپاڼو وېش،د لویې جرګې ترسره کول او د ټاکنیزو اصلاحات له هېرې سره مخامخ شول.»

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی صاحب خان هم په دې باور دی:«که‎چېرې دغه ناندرې ژر تر ژره پای ته ونه رسېږي، د ملي یووالي حکومت د مشرانو د اختلافاتو د حل لپاره د دریم ځل لپاره به افغانستان ته راشي.»

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت د دوه کلن کېدو په درشل کې دی خو لا هم د ولسي جرګې ټاکنې نه دي ترسره شوې او د هېواد ډېری ولایتونه د مخالفانو له بریدونو سره مخ دي.

داسې اندېښنې شته که‎چېرې دغه اختلافونه ډېر ژر له منځه ولاړ نه شي د هېواد وضعیت به لاپسې پیچلی شي .

ولسمشر غني تر دې دمه د ناندرو د هوارۍ لپاره له اجرائیه رئیس سره لیدنه نه‎ده کړې، اخوا د بهرنیو هېو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه