Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکومت مشرانو ترمنځ د کړکېچ او له پلویانو سره د عبدالله عبدالله د لیدنو دوام

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په هېواد کې د وروستیو پېښو او حالاتو په اړه د جهاد او مقاومت دورې له قومندانانو، د ملي شورا له یو شمېر غړو، فرهنګي او علمي شخصیتونو سره ناستې وکړې.

د اجرائیه ریاست د رسنیو دفتر دوشنبې( د زمري۲۵مه) د خبرپاڼې په خبرولو سره وویل چې په دې لیدنو کې د یکشنبې ورځې له غرمې وروسته په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوې، عبدالله د دې لپاره چې یو ځل بیا سلګونه شخصیتونو او مشرانو د هغه غږ ته مثبت ځواب ویلو لپاره راټول شوي مننه کړې ده.

ده زیاته کړې: «د ملي یووالي د حکومت رامنتځته کېدل د هغو قربانیو پایله وه، چې دوه کاله وړاندې تاسو ورکړه، هغه قرباني چې ډېره درنه او ستونزمنه وه. که ستاسو قربانۍ نه وې نو افغانستان به په اوسني حالت کې نه وه.»

ده له افغانستان خلکو په بخښنې غوښتلو سره وویل چې په تېرو دوو کلونو کې هغه ډول چې لازمه وه ونه توانېده چې د خلکو غوښتنې او ارمانونه پوره کړي. خو هغه لاره چې په تېرو دوو کالو کې یې تېره کړه، د افغانستان د ژغورنې لار وه.
هغه تېر دوه کاله د تاریخي پړاو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه چې په دې کلونو کې یې دنده زغم وه، خو ډاډ یې ورکړ، چې وروسته له دې به ستاستو هڅې خَوشې لارې نه شي.

عبدالله همداراز څرګنده کړه:« نن ټول افغانان په تمه دي چې د هېواد برخلیک به چېرته ځي. له ستونزو سره سره، یو ځل بیا تاسو دلته یاست او دا د جهاد او مقاومت او د ټول افغانستان شهیدانو ازمانونو ته ستایو ژمنتیا ښکاره کوي.»

عبدالله تېرې اوونۍ خبرو ته په اشارې وویل: « هغه څه مې چې د پنجشنبې په ورځ مطرح کړل، د شخصي احساساتو، عواطفو، غصې، غوښتنې او مبالغې له امله نه وو، بلکې واقعیتونه وو او خلک باید پوهېدلي وی چې ستونزه په کوم ځای کې ده.»

ده همداراز څرګنده کړه: «تر هغې چې فکر یې کاوه مشکل له خلکو سره له شریکېدو پرته هواریږي، نو درد او رنځ یې په یوازې ځان وزغمه. خو اړتیا شوه چې خلک له حالت نه خبر شي.»

اجرائیه رئیس څرګنده کړه:« زموږ غوښتنه د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې پلي کېدل دي. له دې ډېر یا زیاد څه نه غواړو.»

ده وویل چې دا اضافه غوښتنه نه ده او د سیاسي هوکړې پلي تطبیق د هېواد د ثبات او پایښت ضامن دی.|

ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو دوو ورځو کې له یوشمېر سیاسي او جهادي شخصیتونو سره د خپلو ناستو په اړه وویل چې په دې ناستو کې ټینګار پر دې و چې نباید د سیاسي هوکړې په پلې کې خنډ او ځنډ ووسي.

هغه د دې له بیان سره چې ریاست او صدارت به د خلکو په ارمانونو او غوښتنو بد نه کړي، وویل: چې په دې تاریخي او معنوي ناسته کې تازه پړاو پيل شوی دی او له دې وروسته به زما د شخصیت بله برخه ووینئ.

نوموړي وویل، چې د سیاسي هوکړه‎لیک پر اجرا ټینګار شخصي او فردي غوښتنه نه ده، بلکې دا د خلکو غوښتنه ده، چې نن یې له تاسو سره یې، ژمنه، تعهد او میثاق کوم.

اجرائیه رئيس وویل، چې له ولسمشر سره په لیدنه کې به ټولې غوښتنې په روښانه مطرح کړي او که د لارې په دوام کې له ستونزو او کړاو سره مخ شو نو فردي پرکړه به نه کوي، بلکې شخصیتونه او د هېواد استازي به راغونډ او په ګډه به پرېکړه وکړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله په دولت کې له فساد سره د مبارزې له مسئلې څخه سیاسي ګټې اخیستنې ته په اشارې سره وویل،که‎چېرې څوک وغواړي، د بشر او ښځو له حقونو څخه په ناوړه ګټې سره په چارو لاس پورې کړي دوی به ورته اجازه ورنه‎کړي.

هغه وویل:« موږ له هغه فساد څخه چې جریان لري او د حکومت یو شمېر کورنۍ او خپلوان په هغې کې ونډه لري خبر یوو.موږ کلونه مخکې د بشري او ښځو د حقونو په وړاندې خپلې ژمنې ثابتې کړې دي.

په دې وروستیو کې د عبدالله او غني ترمنځ ستونزې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د اجرائیه ریاست په باور چې د ملي یووالي حکومت سیاسي هوکړه‎لیک عملي شوی نه دی.

اجرائیه ریاست مني چې د عبدالله عبدالله د حکومتي کارونو په ترسره کېدو کې عبدالله لازم اجرایوي صلاحیتونه نه دی لری.

دغه ریاست،د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست ترمنځ وروستۍ ناندرې هم له همدې امله بولي.

د اجرائيه رئیس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه وايي:«اجرائيه رئیس دی! اجرائيه رئیس په دې مانا چې باید اجرايي صلاحیتونونه ولري او د حکومت اجرايي کارونه،له دغې پتې باید تعقیب شي.»

د ولسمشر د فرمان په یوه برخه کې چې د اجرائیه رئیس د صلاحیتونو په اړه راغلي دا صلاحیتونه داسې بیان شوي دي.

ولسمشر غني د ځوانانو د روزنیز پارلمان په پرانستغونډه کې زغم د ولسمشر له ځانګړتیاوو څخه ګني او ټینګار کوي چې ټول واکونه د یوه کس په لاس کې نه‎شي تمکېدای.

د غونډې یو شمېر ګډونوال له حکومت څخه غواړي چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې د سیاسي لانجو قرباني نه‎کړي.

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ د یوې سیاسي هوکړه‎لیک پر بنسټ رامنځته شوی،خو ښاغلی غني ولسمشر داسې تعریفوي.

ولسمشر وايي:«د افغانستان مشرانو،په ځانګړې توګه ولسمشر د کاغذي پټنګ په څېر دی،کله چې پورته کېږي پوه شئ چې د هغه تار د خلکو په لاس کې دی؛که‎چېرې خلک ووغواړي هغه په ځمکه وغورځوي. د افغانستان ولسمشر اجازه نه لري چې بې ځای خوله خلاصه کړي؛ صبر او زغم د ولسمشر له ځانګړنو څخه ده.»

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په هېواد کې د وروستیو پېښو او حالاتو په اړه د جهاد

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه