Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بایډن د ځواک نه لیږد د ټرمپ لپاره شرم بولي

د امریکا متحده ایالاتو د ټاکنو لومړنیو پایلو له مخې بریالی نوماند، جوبایډن د دغه هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لپاره د واک نه لیږد شرم بولي.

هغه وايي سره له دې چې ټرمپ ادعا کوي چې ټاکنو کې درغلۍ شوې دي، خو بیا هم د واک لیږد مخې ته هېڅ خنډ نه دی پروت.

بایډن ټینګار کوي چې د واک اخیستو لپاره یې فعالیت پیل کړی او د نوې کابینې جوړولو لپاره به څه مانع نشي.

جوبایډن د ماتې نه منلو په تړاو د ټرمپ ټینګار د شرم وړ بولي او هغه د ټرمپ د سیاسي میراث لپاره ښه نه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو پایله نه ده منلې. هغه چې ویرجینیا کې و، روانه اوونۍ د ګلف میدان پرېښودو سره بېرته سپينې ماڼۍ ته شتون شوی دی.

ټرمپ تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو ټاکنو په تړاو وینا نه ده کړې، خو په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې یې کړې دي، خو لویدیځوالي رسنۍ وايي چې هغه د خپلو ادعاو لپاره کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د راپورونو له مخې ټرمپ د ټاکنو پایلې په تړاو د اعتراضونو لپاره د خپلو پلویانو د رابللو په هڅه کې دی.

په همدې حال کې د امریکا پخواني ولسمشر، جورج بوش جوبایډن ته د ټاکنو پایلو کې د بریا مبارکي ویلې ده او ټینګار یې کړی دی چې د امریکا ټاکنې په سمه توګه ترسره شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو ۳۰ کلونو کې د امریکا ټولو نوماندانو چې په ټاکنو کې ماته خوړلې، نو پایله یې منلې ده.

شریک یي کړئ