د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو تورپوستۍ د دغه هېواد د فاع وزارت ته نومان شوی دی.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکوي چې د امریکا د منتخب ولسمشر، جوبایډن به ډېر ژر لویډ اسټين د امریکا د پوځ کورناستی جنرال د پنټاګون مشرۍ ته معرفي کړي.
جنرال اسټین د امریکا د لوی درستیز مرستیال، د دغه هېواد مرکزي قومندانۍ مشر او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یوه واحد قومندان په توګه هم کار کړی دی.
هغه په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې تقاعد شو.
جنرال اسټین په ۲۰۱۵ کال کې چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشري یې کوله، په سوریې او عراق کې یې له داعش سره د مبارزې په برخه کې سخت دریځ درلود.
تمه ده چې جوبایډن د جمعې په ورځ(د لیندۍ په ۲۱مه نېټه) جنرال اسټین په رسمي توګه د دفاع وزارت لپاره نوماند اعلان کړي.
بایډن وايي:«ښایې د جمعې په ورځ د دفاع نوماند وزیر اعلان کړم او وروسته به د مالیې.»
که ښاغلی اسټین د امریکا د کانګرس لخوا تایید شي، نو د امریکا په تاریخ کې به لومړی تورپوستی دفاع وزیر وي.
امریکا کې د عدلیې، شتمنۍ او بهرنیو چارو وزارتونو ترڅنګ دفاع وزارت هم له څلورو مهمو وزارتونو شمېرل کیږي.