Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۲۰۲۰ کال کې د نړۍ مهمو پېښو ته کتنه

۲۰۲۰ زیږدیز کال وروستي ساعتونه دي په داسې حال کې چې دغه کال له ډېرو هېلو سره پیل شو، خو داسې پیښې په نړۍ کې وشوې چې چا یې تمه نه درلوده.

د دغه کال د جنوري په دریمه نېټه امریکا متحده ایالاتو په یوه برید کې د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس څانګې قومندان، قاسم سلیماني وواژه او اتمه کې یې ایران په عراق کې د امریکا پر اډې برید وکړ، خو هماغه شپه بیا سپاه پاسدارانو د ځواکونو لخوا یوه اکرایني مسافروړونکې الوتکه په نښه شوه او ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوه.

 د دې پېښې پر سر د ایران او نورو هېوادونو تر منځ ترینګلتیاوې تر اوسه نه دي حل شوي. د حکومت ضد اعتراضونه هم ددې پېښې پایله وه.

۲۰۲۰ زیږدیز کال د جنوري۱۱مه؛ چین د کوویډ نولس ناروغۍ له امله لومړنۍ مړینه اعلان کړه. هغه مهال دا ناروغي د نړۍ لپاره ناپېژندل شوې وه او چین په دې تړاو د سپېناوي د وړاندې کولو  پر وړاندې مقاومت وکړ.

دوه ورځې وروسته له چین نه بهیر په ټایلند کې هم د کرونا وېروس مثبته پېښه تشخیص شوه.
 او د څلورو تنو له  مړینې وروسته چین تایید کړه چې دا وېروس ساری دی او له یوه انسانه بل انسان ته لېږدول کیږی.

 ددغه وېروس د خپرېردو مرکز د چین د ووهان ښار و .

 د جنوري په دېرشمه؛ د روغتیا نړویال سازمان؛ د کرونا وېروس د وبا د خپرېدو له امله بیړنۍ حالت اعلان کړ.

د روغتیا د نړیوال سازمان رییس، تډروس ادهانوم گبریسوس وویل:«د بیړنۍ حال د اعلانولو اصلي لامل د چین پېښې نه دی؛ بلکې د نورو هېوادونو پېښې دي. تر ټولو لویه اندېښنه هغو هېوادونو ته ددغه وېروس لېږد او پراختیا ده چې روغتیايي نظام یې کمزوری دی او غه دغه وېروس سره مقابلې ته نه دي چمتو.»

د جنوري ۱۶مه؛ ډانالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ له تر ټولو لویې ننګونې سره مخ شو او د کانګرس له لوري استیضاح شو او  هغه تورن و چې اوکرایین ته یې د امریکا بریښي د خپل ټاکنیز سیال جوبایډن د زوی په تړاو د اکراین په څېړنو بورې تړلې دي چې دا کار د قانون پر خلاف دی. خو نوموړي په فبروري میاشت کې د کانګرس له لوري سپین وخوت.

په دې میاشت کې فلسطینیانو د منځني ختیځ لپاره د ډانالډ ټرمپ د سولې طرحه رد کړه او دا طرحه یې د اسرایلو په ګټه وبلله.

د دوه زرو شلم کال په جنوري میاشت کې باالاخره بریتانیا له اروپايي ټولنې ووته.

فبروري؛ فبروري میاشت کې په نړۍ کې د کرونا وبا خپرېدو دوام درلود او سراسري قرنیتن اعلان؛ سفرونه بند او په بیلابیلو هېوادونو کې ددې ناروغۍ له امله د یو شمېر کسانو مړینه ثبت شوه.

 د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ وویل چې د کرونا وېروس خطر کم دی؛ خو اوسمهال چې دوه زور شلم کال پای ته رسیدلی دی؛ څه باندې درې سوو اته دیرش زره امریکایان د کوویډ نولس ناروغۍ له امله مړه شوې دي چې دا په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

 د فبروري ۲۵مه‎؛ حسین مبارک چې دېرش کاله یې د مصر د واک واګي په لاس کې لرل او د پراخو لارویونونو  له امله په دوه زرو یولسم کال کې له واکه لېرې شو او وروسته زنداني شو؛ ومړ.

د فبروري میاشتې په نهمه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک د دوه زرو شلم کال یوه له مهمو پېښو وه.؟

مارچ؛ د دوه زرو شلم کال په مارچ میاشت کې ترکیې اعلان وکړ چې اروپا ته به له دغه هېوادنه د تېرېدونکو کډوالو مخه ونیسي. دا کار  د اروپا په پولو کې د کډوالو  د یرغل او ددغو هېوادونو له پوله ساتونکو سره د هغوی د نښتو لامل شو.

په دې میاشت کې په نړۍ کې  د کرونا وېروس خپرېدو دوام درولود او ډیری هېوادونه قرنتین شول.

اپریل؛ اپرېل میاشت کې ان مسجد الحرام هم د لمونځکوونکو پر مخ وتړل شو څو  د کرونا وېروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

مې؛ په مې میاشت کې د نړۍ هېوادونو د کرونا وېروس د څېړنې او د هغه د واکسین د پیدا کولو لپاره د اته میلیارد ډالرو ژمنه وکړه؛ خو دا وېروس لا هم پراختیا مومي او د  ځینو ناروغانو ژوند اخلي.

په دې میاشت کې چین اعلان وکړ چې په هانګ کانګ کې یو نوی قانون پلی کوي چې چین ته د سیاسي بندیانو د لېږد لامل کیږي؛ خو دا کار د خلکو له پراخو اعتراضونو سره مخ شو.

د مې ۲۲؛ د پاکستان یوه مسافر وړونکې الوتکه په کراچۍ ښار کې پر یوه کور راپرېوته  او اوه نوي سپاره کسان پکې ووژل شول.

د مې میاشتې ۲۶مه؛ د امریکا د پولیسو له یوه تورپوستي سړي د وژل کېدو له امله په دغه هېواد کې د  توکم پالنې پر ضد لاریونونه وشول چې څو اونۍ یې دوام درلود . دا اعتراضونه د نړۍ نورو هېوادونو  ته هم وغځېدل.؟

په دې میاشت کې ډاکټران د کوويډ نولس د هغو ناروغانو لپاره چې سخته ساه بندي ولري د ډګزامیټازون درملو اجازه ورکړه؛ خو وروسته ددغو درملو په تړاو شک او ګمانونه ډیر شول.
 
جولای؛ جولای میاشت کې د روسیې خلکو ددغه هېواد د اساسي قانون تعیدل ته رایه ورکړه او په دې توګه ولادیمیر پوتین وکړای شول چې تر دوه زرو شپږدېرشم میلادي کاله په واک کې د پاتې کېدو لپاره لازم قانوني بدلون راواي.

په دې میاشت کې ترکیې؛ د صوفیا لرغونې کلیسا په جومات بدله کړه چې د مسلمانانو د خوښۍ او د مسیحیانو د اعتراضونو لامل شوه.

په جولای میاشت کې؛ موسمي سیلابونو په هند او نیپال کې څلو میلیون تنه بې ځایه کړل.

اګسټ؛ اګست میاشت کې د لومړي ځل لپاره د حج مراسم په سختو او ځانګړو روغتیایي تدابیرو سره ترسره شول ؛ هغه هم یوازې د  زر تنو زیارت کوونکو په حضور سره چې د عربستان وو او له بهره څوک حج ته نه ووتللي.

د اګست میاشتې تر ټولو مهمه پېښه ددې میاشتې په څلورمه وشوه . یوې زوروې چاودنې د لبنان پلازمېنه بیروت ښار ولړزاوه.
دغې بې مخینې چاودنې؛ یو سلو اویا تنه ووژل او څه باندې شپږ زره تنه نوریې ټپيان کړل او لامل یې په یوه زیرمتون کې د چاودودنکو توکو چاودنه وبلل شوه.
 دا چاودنه ددې لامل شوه چې د لبنان لومړی وزیر له خپلې دندې استعفا وکړي.

د اګست میاشتې ۱۰مه؛  الکساندر لوکاشنکو چې شپږویشت  کاله یې د بلاروس د واک واګي په لاس کې لرل؛ د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو؛ خو داکار د خلکو له پراخو اعتراضونو سره مخ شو چې تر اوسه دوام لري.

په اګست میاشت کې روسیې اعلان وکړ چې په نړۍ کې یې د کرونا وېروس لومړنی واکسین جوړ کړی دی؛ خو دغه واکسین ته تر اوسه د لوېدیځ له لوري د شک په سترګه کتل کیږي.

 دغې میاشت کې عربي متحده اماراتو له اسراییلو سره خپلې اړیکې عادي کړې او د یوه هېواد په توګه یې په رسمیت وپېژاند. ورپسې بحرین او مراکش هم اسرایل په رسمیت وپېژاندو، د فلسطینانو او مسلمانو هېوادونو اعتراض او غبرګونونه یې هم راوپارول.

اګست میاشت کې د افریقا لویدیځ کې د مالي هېواد د پوځي کودتاه شاهد و چې د دغه هېواد د ولسمشر د ګوښه کېدو لامل شو.

سپټمبر؛ سپټمبر میاشت کې د کرونا ویروس نړۍ کې پراخ شو، امریکا، هند او برازیل په وار سره هغه هېوادونو وو چې نړۍ کې یې ډېرې مثبتې پېښې درلودې.

دغې میاشت کې نړۍ کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له یو میلیونو واوښت، خو ځینو اروپايي هېوادونو پر تګ راتګ بندیزونه کم کړل او زده کوونکي ښوونځیو ته ولاړل.

سپټمبر میاشت کې د یونان لسبوس ټاپو کې د کډوالو مهم پنډغالي اور واخیست او کابو ۱۲ زره کډوال او پناه غوښتونکي بې سرپناه شول چې لا هم له ستونزو سره شپې ورځې سبا تېروي.

آذربایجان او ارمنستان د سپتمبر میاشت کې د نګورنو قره باغ سیمې په تړاو خونړۍ جګړې وکړې چې پایله کې یې څه باندې د دواړو خواوو څلور سوه سرتېري ووژل شول، خو اذربایجان خپلې اړوندې سیمې بېرته ونیولې.

نومبر؛‎ دغې میاشت کې مهمه پېښه د امریکا متحده ایالاتو ټاکنې وې چې جوبایډن په کې بریالی شو، او ډونالډ ترمپ د ګتو په شمار ولسمشرانو کې حساب شو چې یو دور ولسمشري کوي.

جنوري: همداراز ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو ادعا وکړه، خو محکمې یې ادعا ونه منله، او ټاکل شوې چې د جنوري په شلمه جوبایډن خپله دنده  د ولسمشر په توګه پیل کړي.

نومبر؛ د نوامبر میاشت کې د کرونا ویروس سره مبارزې تازه بڼه غوره کړه او فایزر او مدرنا شرکتونو ادعا وکړه چې جوړ شوی واکسین یې نوي سلنه اغېزمن دی او تر اوسه دا واکسین پرمختللو هېوادونو کې ویشل شوی دی.

د نومبر په پنځه ویشتمه نېټه نړۍ د فټبال د نړۍ اسطوره، دیګو مارودونا په شپېته کلنۍ کې ومړ.

د نومبر میاشتې په اووه ویشتمه نېټه  د ایران مهم ساینسپوه، محسن فخری زاده تهران ښار ته نېږدې پېچلو عملیاتو کې ووژل شو. ایراني چارواکو د دغې وژنې پړه پر اسراییل واچوله، خو اسراییل دا پړه په رسمي توګه ونه منله.

دسمبر؛ د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په دسمبر میاشت کې پرمختللو هېوادونو د کرونا ویروس د تطبیق لړۍ پیل کړه، خو وروسته پاتې او د پراختیا په حال کې هېوادونه تر اوسه دغه واکسین ته لاسرسی نلري.
ډېر شمېر هېوادونو چې د کرونا ویروس له کبله یې د تګ راتګ بندیزونه لیري کړي و، اړ شول چې د یاد ویروس دوهمې څپې لپاره ښارونه بېرته قرنتین کړي.

دغې میاشت کې د نایجریا له یوه ښوونځي څه باندې درې سوه زده کوونکي د بوکو حرام ډلې لخوا وتښتول شوې، خو ځو ورځې وروسته ټول ازاد شول.
له اروپايي ټولنې د بریټاینا له وتو یو کال وروسته دسمبر میاشت کې، دواړه لوري سوداګریزو اړیکو په تړاو هوکړه وکړه او د میلیونونو کسانو اندېښنه یې پایته ورسوله.

نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو یو کال تیريږي، او دا ویروس لا هم د پراختیا په حال کې دی.
 
۲۰۲۰ کال کې د نړۍ مهمو پېښو ته کتنه

۲۰۲۰ زیږدیز کال د جنوري۱۱مه چین د کوویډ نولس ناروغۍ له امله لومړنۍ مړینه اعلان کړه

شریک یي کړئ