Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قاسم سلیماني تلین؛ ایران له امریکا د غچ پر اخیستو ټینګار کوي

د ایران د سپاه پاسداران قدس څانګې پخواني قومندان قاسم سلیماني په لومړي تلین کې ایران له امریکا د غچ پر اخیستو ټینګار وکړ.

له دې سره هم مهاله، د امریکا متحده ایالاتو خپلې جنګي الوتکې فارس خلیج ته استولې دي او په بغداد کې د خپل سفارت د امنیت ټینګښت لپاره خپلې تابیاوې زیاتې کړي دي.

قاسم سلیماني او په ایران پورې اړوند د عراق د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو یو له قومندانانو ابو مهدي المهندس، د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د جنورۍ په در‎ېیمه په بغداد کې د امریکا د هوايي برید په پایله کې ووژل شول.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې قومندان اسماعیل قاآني په دغو مراسمو کې وویل:«په دغې دوره کې، د ځمکې د مخ تر ټولو کیف سړی، او تر ټولو جنایت کاره سړی چې په فکر کې یې هېڅ اصول حام نه دي، د سعودي جنایت کاره او ښکېلاک کوونکي رژیم وسوسې او شیطنتونه د دې لامل شوي چې دغه بې عقل انسان، داسې جنایت وکړي چې په نړۍ کې مخینه نه لري.»

د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګه د امریکا له خوا د ترهګرو د تمویل او په عراق، سوریې، یمن، بحرین او همدارنګه نورو هېوادونو کې له وسله والو او بلواګرو ډلو په ملاتړ تورن دي.

خو د دغو ځواکونو قومندان وايي چې د سلیماني له مړینې سره د دوی ماموریت به دوام ولري:«زه په څرګنده وايوو د قدس ځواک مسیر او د امریکا له شیطنتونو سره د مقاومت مسیر بدلون نه کوي.»

قاآني زیاته کړه:«مطمین واوسئ حتا ستاسو له کوره به داسې کس پیدا شي چې د دغه جنایت ځواب ورکړي.»

ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، قاسم سلیماني یې تر ټولو ستر ترهګر او ایران یې د نړۍ تر ټولو ستر ملاتړی هېواد یاد کړ:«تېره شپه د امریکا متحده ایالتو ځواکونو زما په حکم، یو دقیق او له نیمګړتیا پرته عملیات ترسره کړل چې د نړۍ لومړۍ درجه ترهګر، قاسم سلیماني یې وواژه.»

د سلیماني له وژل کېدو یو کال وروسته، په عراق کې د امریکايي ځواکونو شمېر کم شوی او همدارنګه په دغه هېواد کې د امریکا اډې سفارت، په ځلونو د توغندويي بریدونو شاهد وو.

شریک یي کړئ