Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا: ایران په ناسمه لار روان دی

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ایرانه غوښتني څو له هغو ګامونو پورته کولو ډډه وکړي چې په دغه هېواد کې د نړیوال هستوي اژانس پر فعالیتونو اغېزه کوي.

د یاد وزارت ویاند، ند پرایس د هستوي هوکړې خلاف د ایران فعالیتونو په په اشارې وايي چې دغه هېواد په ناسمه لار روان دی، خو زیاته یې کړه چې لا هم د ډپلوماسي لاره ورته پرانیستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د هستوي ځواک نړیوال اژانس د سې شنبې په ورځ وویل چې  ایران ورته هستوي چوکاټ په داوطلبانه توګه د اقداماتو درولو په تړاو لیک استولی دی. 

په همدې حال کې د یاد اژانس عمومي مدیر د نړیوالو همکاریو دوام په موخه تهران ته سفر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن وویل له ایران سره د دغه هېواد د ډپلوماسۍ لاره پرانیستې ده.

هغه همداراز څرګنده کړه د ډپلوماسۍ دغې لارې ته د راتګ لپاره د ایران اصلي لوری، په بشپړه توګه له لویدیځ سره د دغه هېواد هستوي هوکړې ته راګرځېدل دي.

د بلینکن د امریکا ملي راډیو(ان پي ار) سره خبرو کې ویلي و هستوي وسلې ته د ایران لاسرسي لارو محدودولو لپاره د لویدیځ سره د دغه هېواد هوکړه ډېره ګټوره وه.

نوموړي څرګنده کړې ده:"اوس د ډپلوماسي لاره پرانیستې ده، ایران له خپلو ژمنو عملي کولو لپاره(هستوې هوکړې کې) ډېر واټن لري، باید اوګورو چې څه کیږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا د چې د دغه هېواد ولسمشر، جوبایډن د ډپلوماسۍ په تړاو روښانه خبرې کړې دي او وګورو چې ایران ورته څه ځواب ورکوي.

ایران له لویدیځ سره په ۲۰۱۵ کال کې هستوي هوکړه وکړه، خو درې کاله ورسته کله چې ډونالډ ټرمپ واک ته ورسید له دې هوکړې یې امریکا ویسته.

امریکا: ایران په ناسمه لار روان دی

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هستوي هوکړې خلاف د ایران فعالیتونو په په اشارې وايي چې دغه هېواد په ناسمه لار روان دی، خو زیاته یې کړه چې لا هم د ډپلوماسي لاره ورته پرانیستې ده.

شریک یي کړئ