په اندونیزیا کې د "سینابونګ" غره اورغورځونه فعاله شوې ده چې له کبله یې درې کیلومټره ګرمې ایرې په سیمه کې شیندل شوې دي.
د دغه هېواد د چارواکو په خبره د اورغورځونې له کبله چا ته زیان نه دی اوښتی.
چارواکو په سیمه کې له غوښتنه کړې چې د اورغورځونې غره درې کیلو مترۍ ته نېږدي نشي او دغه واټن ته د خلکو پر ورتګ بندیز لګېدلی دی.
د راپورونو له مخې ددغه اور غورځونکي غره فعالیت د تېر کال اګست میاشتې راهیسي زیات شوی دی.
ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیې چې هوا کې د سپینو اېرو پورته کېدو له کبله خلک په وېره کې دي.
اندونیزا د ۱۳۰ فعالو اورغورځونو سره د "ارام اقیانوس اور کړۍ" کې دی.
دغه هېواد کې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال راهیسي د څو لویو اورغورځونکو د اورشیندلو شاهد و.