په ایران کې د کرونا ویروس څلورم پړاو د دغه هېواد خلک اندېښمن کړي دي.
په دې وروستیو کې په ایران کې په ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۱۰ زره کسان پر کرونا ویروس اخته کېږي.
د ایران حکومت هم د دغه هېواد په ډېریو سیمو کې یو ځل بیا پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي دي.
په ایران کې د کرونا ویروس د پېښو ډېرېدو اصلي لامل، د نوي کال نږدې ۲ اونیزې رخصتۍ په ګوته شوې دي، ځکه په دې رخصتیو کې ډېری ایرانیان د تفریح لپاره له خپلو کورونو وتي دي.
ایران شاوخوا ۸۳ میلیونه نفوس لري. په دې هېواد کې د کرونا د واکسین بهیر هم روان دی.
تهران له چین هېواده ۲۵۰ زره ډوزه واکسین ترلاسه کړی او کېدای شي ډېر ژر له روسیې او بریټانیايي- سویډني شرکته هم یاد واکسین ترلاسه کړي.