پاکستان کې د دوو چټکو اورګاډو د ټکر پرونۍ (دوشنبه د غبرګولۍ ۱۷ مې) پېښه کې د وژل شويو شمېر ۵۵ او د ژوبلو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی.
دغو دوو اورګاډو د سند ایالت په ګوټکي سیمه کې ټکر وکړ، چې مرګژوبلې یې پاکستان وبوږناوه.
د ځینو قربانیانو کورنیو لا هم خپل مړي نهدي موندلي.
ځایي چارواکي د ټولو مړو موندلو پسې دي.
د یوه ترېتم شوي کس زوی محمد کلیم ویلي:«پلار مې د ملت ایکسپرس اورګاډي کې ملتان ته روان و. هڅه کوو ورسره اړیکه کې شو، خو موبایل یې بند دی.»
پاکستاني چارواکي وایي، سپرلۍ؛ ویجاړو ګاډو کې ایسارې شوې وې نو ځکه یې ژغورنې ډېرې وخت ونیو.
په ورته وخت کې د اورګاډو د بیاځلي چلن هڅې روانې دي.
د پاکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې یوه کارکوونکي ارسلان وویل:«اوس لپاره د اوسپنې پټلۍ اداره د قربانیانو لېسټ برابروي. ژوبل شوي د سوکور روغتون ته رسول شوي. زموږ دویم کار به د کرښې بېرته جوړول وي، چې خلک وکړای شي کراچۍ ته سفر وکړي.»
د دې پېښې د لامل معلومولو لپاره لا هم څېړنې روانې دي، خو پاکستاني چارواکي مني، چې اورګاډي او کرښې دواړه زړې شوې وې، نو ښایي د ټکر لامل همدا وي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي:«له بدهمرغه د اوسپنې پټلۍ سیسټم او نور بنسټونه د ډېرې مودې راهیسې د پانګونې پیسې نهلري چې له کبله یې د دغو بنسټونو د حالت خرابېدو شاهدان یوو.»
په ۲۰۰۵ کال میلادي کال کې هم، د پاکستان همدغه سیمه کې دوو اورګاډو ټکر کړی وو، چې ۱۳۰ کسان پهکې وژل شوي وو.