Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د الجزایر په ځنګلونو کې اور لګېدنې ۴۲ تنه وژلي

د الجزایر دولت ویلي دي چې د دغه هېواد د شمالي سیمو په ځنګلونو کې د سې شنبې ورځې (د زمري په ۱۹مه) اور لګېدنې ۴۲ تنه وژلي چې د هغوی په منځ کې ۲۵ تنه اور وژونکي چې د اور لګېدنې د مړه کېدو عملیاتو لپاره دغه ځنګله ته ننوتلي وو، هم شامل دي.

له دوشنبې شپې راهیسې د الجزایر په شمالي ځنګلي سیمو کې په جلا توګه په لسګونه اور لګېدنې رامنځته شوې دي.

د الجزایر د کورنیو چارو وزیر کامل بلجود ویلي چې د ځينو کسانو له خوا د اور لګېدو له امله دغه اورلګېدنې رامنځته شوې دي.

هغه زیاته کړه:«یوازې جنایتکاره کسان کولای شي چې هم مهاله په ۵۰ سیمو کې د اورلګېدنې تر شا لاس ولري.»

تېره اوونۍ پر چاپېریال ساتنې د څار یوې اروپايي بنسټ وویل چې مدیترانه د ترکیې او یونان د ځنګلونو پراخې اورلګېدنې او همدارنګه د تودوخې زیاتوالی د کلکې اورلګېدنې لامل شوی دی.

شاهدانو ویلي دي چې د ځوانانو شپه غالي، د پوهنتونونو شپه غالي او کورونه سوځېدلي او اوسېدونکي یې هوټلونو ته پناه وړې ده. او غلیظ لوګي د اوروژونکو د لید ساحې مخه ډب کړې ده.

محمد کاچي چې د ازازګا له کلي هوټل ته تېښته کړې وه وايي:«موږ یوه ډېره وحشتناکه شپه لرله. زما کور په بشپړه توګه سوځېدلی دی.»

اور وژونکي او همدارنګه ملي پوځ د اور وژنې لپاره هڅې کوي او د الجزایر د کورنیو چارو وزیر په وینا، لومړیتوب د ډېرو خلکو د قرباني کېدو مخنیوی دی.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ژمنه وکړه زیانمنو ته به د زیان جبران ورکړي.

کوچنیو اور لګېدونو له دوشنبې شپې راهیسې د افریقا د دغه شمالي هېواد کابو ۱۶ ولایتونه زیانمن کړي دي. 

شریک یي کړئ