د شمالي کوریا د بهرنیو چاو وزارت مرستیال پاک میونګ هو، نن (شنبه د لړم په لومړۍ نېټه) ویلي، چې پر امریکا له دې کبله نیوکه کوي، چې ګنې تایوان ته جنګي بېړۍ لېږي او تایواني ځواکونو ته نورې نظامي لارې چارې ورښيي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر دا خبرې، د شمالي کوریا دولتي رسنیو کې راغلې دي.
شمالي کوریا د چین او تایوان ترمنځ شخړو کې د امریکا رادانګل، ګواښ ګڼي او په باور یې د چین او تایوان موضوع، د چین کورنۍ مساله ده.
د شمالي کوریا د چارواکو دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغې دي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د سي این این ټلوېزیون کې وویل، چې امریکا ژمنه ده، چې که چین پر تایوان برید وکړي، له تایوان نه به دفاع کوي.
چین او تایوان په ۱۹۴۹ کال کې تر کورنۍ جګړې وروسته سره بېل شوي – او اوس اوس یې ترمنځ شخړو یو وار بیا زور اخېستی.