Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا امنیت شورا ته پر شمالي کوریا د بندیزونو لګولو وړاندیز کړی

رویټرز خبري اژانس وايي، امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د بالسټیک توغندیو د ازمایلو په خاطر پر شمالي کوریا د نورو بندیزونه لګولو لایحه وړاندیز کړې ده.

د امریکا له لوري وړاندیز شوې لایحه باید د امنیت شورا د ۱۵ غړیو هېوادونو له لوري تایید شي چې په دې کې روسیه او چین هم شامل دي.

رویټرز په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرننفېلډ له قوله زیاته کړې: « شمالي کوریا د ۲۰۲۱ له سپټمبر راهیسي شپږ بالسټیک توغندي ازمایلي چې دا د امنیت شورا له پرېکړه‌لیکه‌ سرغړونه ده او امریکا په همدې خاطر پر شمالي کوریا د نورو بندیزونو لګولو وړاندیز کړی دی.»

بل‌پلو د امریکا خزانې وزارت د چهار شنبې په ورځ د شمالي کوریا د شپږو وګړیو او یو روسي تر څنګ پر یوه روسي شرکت د شمالي کوریا د بالسټیک توغندیو برنامې د تامین په تور د دوی پر سفرونو بندیزونه لګولي او شتمنۍ یې کنګل کړي.

رویټرز وړاندې لیکي، امریکا دا ګامونه په دې خاطر پورته کوي چې د شمالي کوریا د بالسټیک توغندیو برنامې، د ټولوژنې وسلو او په دې برخه کې د پیونګ یانګ د ټکنالوژي د پرمختګ مخه ونیسي.

د شمالي کوریا ځواکونه له تېرو څو اوونیو راهیسي ژمني پوځي مانورونه تر سره کوي او د تېرې چهار شنبې په ورځ یې د غږ له چټکتیا چابک بالسټیک توغندی وازمایه چې د دې بالسټیک د توغولو په مراسمو کې د شمالي کوریا مشر کېم جون اون هم ګډون درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د جوبایډن اداره له تېر یوه کال راهیسي د بالسټیک توغندیو او اټومې برنامې موضوع په اړه له شمالي کوریا سره د خبرو اترو په پیلولو نه‌ده بریالۍ شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه