د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس وايي، له هغه غوښتنه شوې چې مسکو ته لاړ شي او د اوکراین جګړې د درولو لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د کاتولیکانو مشر د "کوریره دلا سیرا" ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال ویلي، تر دې دمه یې د دې سفر په اړه له کرېملېن کوم ځواب نهدی تر لاسه کړی، خو پهدې اړه ټینګار کوي.
پر اوکراین د روسیې له برید وروسته پاپ فرانسېس له تمې خلاف په واتکان کې د روسیې له سفارته لېدنه وکړه. د ایټالیايي رسنیو د معلوماتو له مخې، پاپ فرانسېس د جګړې له پیله درې اوونۍ وړاندې په واتیکان کې له روسي ډېپلوماټانو غوښتنه کړې وه چې پیغام یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ورسوي.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر زیاته کړې، ښايي ولادیمیر پوتین اوسمهال و نه تواندېږي یا و نه غواړي دا لېدنه ومني، خو اړتیا ده چې دا بېرحمي ودروي.
په دې اړه مو اندونه