اسوشېټډپرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان نن (شنبې، د زمري په ۱۴مه) د پولیسو له خوا ونیول شو.
د دغه راپور پر بنسټ، نوموړی په لاهور ښار کې له خپل کور څخه نیول شوی دی.
ورته مهال، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان سترې محکمې عمران خان یې د دولتي ډالیو د نا قانونه پلور له کبله په درې کاله بند محکم کړی دی.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر له ډېرو دوسیو له هغې ډلې فساد او اختلاس سره مخ دی.
ښاغلی خان د روان لمریز کال په غوايي میاشت کې هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و چې وروسته بیا په ضمانت ازاد کړل شو.
په دې اړه مو اندونه