د رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د اسراییلي او حماس ځواکونو ترمنځ د شخړې له زور اخیستو خبر ورکړی دی او ویلي چې اسراییلي جنګي الوتکو تېره شپه د غزې څه باندې ۲۰۰ ځایونه په نښه کړي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د وروستیو ورځو په جګړو کې څه کم ۹۵۰ فلسطیني وګړي وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
بلخوا، په اسراییل کې هم د وژل شویو شمېر ۱۲۰۰ تنو ته رسېدلی دی. د راپورونو پر بنسټ، په دغو نښتو کې ۲۷۰۰ نور اسراییلي وګړي ټپیان شوي دي.
د حماس ډلې یوه مشر خالد مشعل د فلسطنیانو د ملاتړ لپاره په ټوله اسلامي نړۍ کې د لاریونونو د پېل غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې حماس ډلې د شنبې ورځې د برید په لړ کې ځينې اسراییلي سرتېري او ولسي وګړي یرغمل نیولي دي. د حماس مشرانو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسراییل له خوا د ولسي وګړو د په نښهکېدو په غبرګون کې به اسیران اعدام کړي.
په دې اړه مو اندونه