د فلسطین د روغتیا وزارت وایي چې تر دې مهاله د اسراییلو په هوایي بریدونو کې تر ۱۱۰۰ زیات فلسطیني وګړي وژل شوي دي.
مرستندویان خبردارې ورکوي چې د غزې ۲.۳ میلیونه کسیزه سیمې د محاصرې په تړاو د اسراییلو پرېکړه به یوه انساني غمیزه را منځته کړي.
د اسوشیټډ پرس د راپور لهمخې، پر غزې د اسراییلو د هوایي بریدونو په پایله کې، د فلسطیني بېکوره شویو لپاره د کارموندنې او مرستندویه آژانس (انروا) ۱۱ تنه کارکوونکي وژل شوي دي.
له بلېخوا د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د دغو هوایي بریدونو په پایله کې ۶ ډاکټران هم وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه