Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر غزې د اسراییلو برېدونو شپږمه ورځ؛ ۱۲۰۰ فلسطیني وګړي وژل شوي

د فلسطین د حماس او اسراییلو تر منځ د جګړې په شپږمه ورځ، پر غزې تړانګه د اسراییلو په بریدونو کې څه باندې یو زرو دوه سوه تنه وژل شوي دي.

 د فلسطین د روغتیایي ادارو د راپور له مخې په دغو بریدو کې د ټپیانو شمېر هم تر پنځه زرو اوښتې. په همدې حال، پر اسراييلو د حماس ډلې بريدونو هم شاوخوا ۱۳۰۰ کسان وژلي دي. اسراييلو د غزې تړانګې پر ډیری برخو اوبه، روغتیايي خدمتونه او برېښنا پرې کړې ده.

د غزې اوسېدونکي عادل، و ویل: « د تېرې شپې له لسو بجو راهیسې، تر نن سهاره پورې، د اسراييلي ځواکونو په برېدونو کې څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي او دغه مرګ‌ژوبله هره شیبه د زیاتېدو په حال کې ده.»

د غزې یو بل اوسېدونکي عبدالعزیز الفقام، څرګنده کړه: « هېڅ‌څوک زموږ پروا نه کوي، زموږ لپاره چا سره هېڅ احساس نشته، د ټولو زړونه مړه دي. زموږ خلک خوړو ته لاسرسې نه لري او په غزې تړانګه کې د ژوند شرایط ډیر سخت شوي دي. موږ کلابند یو. زموږ خلک چېرته ولاړ شي؟ له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې کلابند یو، چېرته ولاړ شو.»

بل‌خوا، اسراییلي چارواکو ویلي چې پر اسرایلو د حماس په بریدونو کې، لږ تر لږه یو زرو درې سوه تنه وژل شوي او تر درې زرو زیات نور ټپیان شوي دي. د اسراييلو لومړي او دفاع وزیرانو ویلي، له حماس سره مبارزې ته به د دغې ډلې تر بشپړ له منځه وړلو دوام ورکوي.

د اسراييلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو و ویل: « موږ له داسې ظالمو دښمنانو سره جنګیږو چې له داعش هم بدتر دي. نجونې او هلکان مو ولیدل چې په سرونو یې ویشتلي دي. ښځې او نارینه یې ژوندي سوځولي دي. پر پېغلو نجونو یې تېری کړی او د پوځیانو سرونه یې پرې کړي دي.»

د اسراييلو دفاع وزیر، یو آف ګلانټ څرګنده کړه: « زه دلته ټولو ته وایم، دا چې حماس نومیږي، دا به د ځمکې له مخې ورکه کړو.»

د دغو  دواړو لورو ترمنځ جګړې بیا ګڼ غبرګونونه هم راپارولي دي.

د عربي ټولنې د سرمنشي، مرستیال حسام ذکي و ویل: « موږ په بېړنۍ توګه په غزې تړانګه کې د اسراييلو د جګړې د درېدو غوښتونکي یو. موږ د دغو تاوتریخوالو او ترینګلتیاو د دوام د بدو بشري او امنیتي پایلو خبردارې ورکوو. موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې په بېړنۍ توګه په اغېزناکه بڼه او د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ، د سیمې د امنیت، ټیکاو او ستاتنې لپاره هلې ځلې وکړي.»

له دې سره سم، په امریکا، پاکستان، اردن، فرانسې، اسټرالیا، کاناډا، اندونیزیا او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې ګڼ شمېر مسلمانانو لاریونونه کړي او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان او له نورو اسلامي هېوادونو یې غوښتي تر څو د اسراييلو پر وړاندې له فلسطینه ملاتړ وکړي.

لاریون کونکي، خانسه عبدالله په دې تړاو و ویل: « داسې سازمانانونه شته چې ان د سپیانو د حقونو لپاره کار کوي. داسې کسان شته چې د ټولو له حقونو دفاع کوي. هغوی دا نه ويني چې د مسلمانانو وینې توییږي؟ نن د غزې اوسېدونکو د خپلې ازادۍ لپاره پاڅون کړی دی. هېڅ‌څوک یې ملاتړ نه کوي، خو موږ د پاکستان مسلمانان، د مرکزي پاکستان د مسلمانانو ټولنه چې څومره مو وس رسيږي، له هغوی ملاتړ کوو.»

د اسلامي مارت د بهرنیو چارو وزارت بیا، د یوې اعلامیې په خپرولو سره له فلسطینه خپل ملاتړ اعلان کړی او غوښتنه یې کړې تر څو پر غزې د اسراییلي بریدونه ژر تر ژره ودریږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه