Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بایډن: حماس باید له‌منځه یوړلی شي

د امریکې ولسمشر جوبایډن، د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې پر زیاتوالي او د امریکایي چارواکو له ګواښونو وروسته ویلي چې حماس ډله باید له منځه لاړه شي خو د فلسطین د جوړولو لپاره باید یوه لار شتون ولري. 

هغه له سي بي اس رسنۍ سره په خبرو کې له ایرانه غوښتي چې نښته دې نه زیاتوي. 

رویټرز د فلسطیني چارواکو په خبرو راپور ورکړی چې تر دې مهاله ۲ زره او ۶۷۰ تنه وژل شوي چې د دغو شمېرو څلورمه برخه ماشومان دي. 

په راپور کې راغلي چې ښایي د دغې مرګ ژوبلې شمېرې زیاتې شي. 

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو د حماس ډلې د وروستیو اتو ورځو د سختو بریدونو په ځواب کې چې، د ۱۳۰۰ اسراییلي وګړو د وژنې لامل شوی، په غزې هوایي بریدونه پېل کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه