Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خامنه‌اي پر غزې د اسراییلو بریدونه بشري جنایت وباله

د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړو له دوام سره هم‌مهاله، د  ایران مذهبي مشر خبرداری ورکړی که‌چېرې پر غزې تړانګه د اسراييلو هوايي بریدونه و نه درېږي، مسلمانان به د فلسطنیانو په ملاتړ اقدام وکړي.

ایت الله علي خامنه‌اي زیاتوي چې پر غزې تړانګه د اسراييلو بریدونه بشري جنایت دی او د اسراييلو حکومت باید محاکمه شي.

هغه له ځنډ‌ پرته پر غزې تړانګه د اسراییلو د هوايي بریدونو د درېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌ای وايي:«که‌چېرې دغه جنایتونه دوام پیدا کړي، مسلمانان او د مقاومت ځواکونه بې صبره کېږي او هېڅوک نه‌شي کولای چې د هغوی مخه ونیسي، اسراییل او لوېدیځ باید په دې پوه شي، بیا دې تمه نه‌لري چې نور پرې نه‌ږدي چې فلانۍ ډله او فلانی کار دې نه ترسره کوي. کله چې مسلمانان بې صبره شي، هېڅوک نه‌شي کولای چې د هغوی مخه‌ونیسي. دا یو واقعیت دی چې شتون لري.»

له دې سره سم، د ایران بهرنیو چارو وزیر هم خبرداری ورکوي که د لبنان پر حزب الله او پر غزې تړانګه د اسراييلو بریدونه دوام وکړي، د اسراييلو پر ضد د جګړییزو جبهو د جوړېدو امکان شته دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان څرګندوي:«په راتلوونکو ساعتونو کې د ملګرو ملتونو سازمان او سیاستوالو په واک کې له ډېرېو کمو شته فرصتونو د نه‌استفادې په صورت کې، د صهیونیستي رژيم پر ضد د نویو جبهوو پرانیستو مخه ډب نه‌کړي.»

اخوا بیا، د اسراييلو لومړی وزیر د لبنان حزب الله ډلې او ایران ته ګواښ کړی چې د اسراييلو او حماس ترمنځ جګړه کې له لاسوهنې لاس واخلي.
 
د اسراييل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وویل:«زه ایران او حزب الله ته پیغام لرم، موږ دې په شمالي سرحد کې نه ازمايي. هغه تېروتنه چې مو مخکې کړې بیا مه ور ګرځئ. ځکه تر اوسنۍ به ډېره لوړه بیه پرې کړئ.»

خو د لبنان د حزب الله ډلې مرستیال وايي، ملګرو ملتونو، عربي هېوادونو او د نړۍ زبرځواکو هېوادونو هم ترې غوښتي چې د اسراييلو او حماس غورځنګ ترمنځ جګړه کې لاسوهنه ونه‌کړي خو دغه غوښتنې پرې اغېز نه‌کوي او د اسراييلو پر وړاندې هر ډول اقدام ته چمتو دي.

د لبنان د حزب الله مرستیال نعیم قاسم څرګندوي:«د زبرځواکو، عربي هېوادونو، د ملګرو ملتونو د استازو ډېرې اړیکې او غوښتنې موږ ته راځي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له موږ غواړي چې په دغه جګړه کې دخیل نه شو خو دا پر موږ اغېز نه‌کوي. او هر ځل چې له هغوی پوښتنه کوو چې ولې جګړه نه‌دروئ؟ هغوی موږ ته وايي؛ په دغه جګړه کې لاسوهنه مه کوئ. موږ د دوښمن حرکات تعقیبوو او د هغوی پر وړاندې اقدام ته بشپړ چمتو یوو.»

اخوا، له اسراييلي چارواکو سره د کتنو او خبرو اترو په موخه د امریکا ولسمشر جو بایډن هم اسراييلو ته رسېدلی دی.

اسراييلو بیا په دې وروستیو کې د لبنان او اسراييلو پر ګډه پوله د اسراييلي ځواکونو پر تاسیساتو د حزب الله ډلې د بریدونو خبر ورکړی دی.

اسراييلي ځواکونه زیاتوي، چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې د هېواد په سویل کې د لبنان د حزب الله د ځواکونو پر نظامي تاسیساتو بریدونه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه