Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر غزې د اسرییلو د هوایي بریدونو دوام

پر غزې د اسراییلو بریدونو وروسته له هغې زور واخیست، چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تر بریا پورې د جنګېدو خبره وکړه. 

د رویټرز د راپور له مخې اسراییلي ځواکونو د جنګي جېټ الوتکو په وسیله په غزه کې د حماس ډلې ګڼ پټن‌ځایونه په نښه کړي دي.
 
ورته مهال، فلسطیني رسنیو ویلي چې اسراییلي ځواکونو د غزې په شمال کې، چې د دوی په خبره ګڼ مېشته سیمه ده، شپږ استوګنیز کورونه په نښه کړي چې په دغو بریدونو کې ۱۹ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. 

بل‌خوا اسراییلي پوځيانو هم د دغه هېواد سوېلي پولې ته څېرمه چې ګڼ مېشته سیمه یې بللې، د غزې له لوري د توغندويي بریدونو خبر ورکړی. دوی زیاته کړې چې له توغندويي برید سره سم د اشدود ښار په ۴۰ کیلو مترۍ کې هم د یوې زورورې چاودنې غږ هم اورېدل شوی؛ خو د مرګ ژوبلې په تړاو یې څه نه‌دي ويلي. 

دا په داسې حال کې ده چې حماس ډلې د تېرې جمعې پر ورځ دوه امریکایي مور او لور چې دوی نیولي وو، خوشې کړل.
 
 د فلسطین د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۱۰۰ تنه وژل شوي او ۲.۳ مېلیونه نور بې ځایه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه