Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسراییل او حماس تر منځ د بندیانو تبادله

حماس تېره ورځ(جمعه) د اوربند د پلي کېدو د لومړۍ ورځې سره سم ۲۴ بندیان خوشې کړي. 

رویټرز په سرې میاشتې ټولنې کې د مسوولینو له خولې راپور ورکړی چې دغه بندیان اسراییلي، ټایلنډي او فلیپني وګړي وو  او د رفح په پوله کې مصر ته سپارل شوي دي.

ورته مهال، قطر چې د اسراییل او حماس تر منځ په اوربند کې د پام وړ رول لوبوي، ویلي چې ازاد شوي بندیان ۱۳ اسراییلي، ۱۰ ټایلنډي او یو تن فلیپینی وو. 

بل لور ته اسراییلي ځواکونو هم د ښځو او  ماشومانو په ګډون ۳۹ تنه فلسطیني وګړي خوشې کړي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اسیرانو تر ازادولو وروسته ټینګار کړی چې اسراییل د خپلو ټولو وګړو چې د حماس له لوري نیول شوي، خوشې کولو ته ژمن دی.

د اسراییل او حماس تر منځ څلور ورځنې اوربند د جمعې په سهار پیل شو او ټاکل شوی چې د ۱۵۰ فلسطیني وګړو په بدل کې ۵۰ اسراییلي بندیان خوشې شي. 

اسراییلي ځواکونو هم د ښځو او  ماشومانو په ګډون ۳۹ تنه فلسطیني وګړي خوشې کړي دي.

Thumbnail

حماس تېره ورځ(جمعه) د اوربند د پلي کېدو د لومړۍ ورځې سره سم ۲۴ بندیان خوشې کړي. 

رویټرز په سرې میاشتې ټولنې کې د مسوولینو له خولې راپور ورکړی چې دغه بندیان اسراییلي، ټایلنډي او فلیپني وګړي وو  او د رفح په پوله کې مصر ته سپارل شوي دي.

ورته مهال، قطر چې د اسراییل او حماس تر منځ په اوربند کې د پام وړ رول لوبوي، ویلي چې ازاد شوي بندیان ۱۳ اسراییلي، ۱۰ ټایلنډي او یو تن فلیپینی وو. 

بل لور ته اسراییلي ځواکونو هم د ښځو او  ماشومانو په ګډون ۳۹ تنه فلسطیني وګړي خوشې کړي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اسیرانو تر ازادولو وروسته ټینګار کړی چې اسراییل د خپلو ټولو وګړو چې د حماس له لوري نیول شوي، خوشې کولو ته ژمن دی.

د اسراییل او حماس تر منځ څلور ورځنې اوربند د جمعې په سهار پیل شو او ټاکل شوی چې د ۱۵۰ فلسطیني وګړو په بدل کې ۵۰ اسراییلي بندیان خوشې شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه