د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان نوم یې د هغو هېوادونو په هغه نوملړ کې شامل کړی چې ترهګرو ته ام پټن ځایونه برابره وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه رپوټ کې پاکستان داسې هېواد بلل شوی چې ترهګرو ډلو ته یې پناه ورکړې او دا ډلې له نوموړي هېواده په افغانستان کې د بریدونو پلانونه کوي.
د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي اسلام اباد په افغانستان کې د امریکا د ګټو په وړاندې د ګواښونو د کمولو لپاره د افغان طالبانو او حقاني ډلې پرخلاف بسندویه ګامونه نه دي پورته کړي.
د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي:« که څه هم پاکستان د افغانانو په مشرۍ خبرو ته د طالبانو او حقاني ډلې د اړ ایستلو له هڅو ملاتړ کړی خو اسلام اباد د طالبانو او حقاني ډلې پرخلاف بسندویه اقدامات نه دي کړي.»
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت د امریکا له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او ټينګار کوي چې پاکستان له کلونو کلونو راهیسې د ترهګرو امن پټنځای وه.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي:«پر پاکستان باید فشار راوړل شي ترڅو د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي او هغوی بهر کړي.»
له دې سره سره پر اسلام اباد د فشار راوړلو په کار کې د نړیوالې ټولنې د اړ ایستلو لپاره د افغان دولت هڅې ډېرې ارزښتمنې بلل کېږي.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي په دې اړه وویل:«افغان حکومت باید په دغو خاصو شرایطو کې، ډېر په ځیرکۍ سره د پاکستان د منزوي کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.»
له بلخوا په پاکستان کې د ترهګرو پر امنو پټنځایونو د برید لپاره د عملیاتو پیل د دغو ډلو د له منځه وړلو موخه مهم بلل کېږي.
پخوانی پوځي محسن مختار څرګنده کړه:«اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه او امریکا په پاکستان کې د ترهګرو د اډو پر ضد عملیات وکړي.»
د امریکا ولسمشر د خپل ملي امنیت له ډلې سره په افغانستان کې د امریکا د جګړې په اړه خبرې وکړې.
که څه هم دا خبرې د تړلو دروازو تر شا وشوې خو یو شمېر امریکایي چارواکي د خپلو نومونو له ښودلو پرته وايي په دغه ناسته کې په افغانستان کې د واشنګټن د نوې تګلارې د وروستي کولو په اړه خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د امریکايي پوځیانو د شمیر په اړه چې ټاکل شوې افغانستان ته راولیږل شي پریکړه ونه شوه.