د شمالي کوریا په اړه له توند څرګندونو وروسته، ډونلډ ټرمپ پر دغه هېواد نوي بندیزونه لګولي دي.
د ټرمپ د نوي فرمان پر بنسټ، د امریکا د شتمنۍ وزارت کولای شي هغه شرکتونو او بنسټونه چې له شمالي کوریا سره راکړه ورکړه کوي تعقیب کړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې چیني بانکونه هم د شمالي کوریا له بانکونو سره به معامله ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون بیا وايي، چې ټرمپ به د دغه هېواد په اړه د خپلې وینا په پایله کې به ډېر لوی تاوان ورکړي.
ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په ۷۲ سرمشریزې غونډه کې په خپله وینا کې ویلي وو چې کهچېرې امریکا اړه شي، شمالي کوریا به له منځه یوسي. خو شمالي کوریا وايي چې د دغو خبرو په غبرګون کې، ښايي ځواکمن هایدروجني بم وازمايي.