د ایران سپاه پاسداران وايي چې د یو لړ پوځي مراتبو او د وسلهوال ځواک له لوی درستیز سره په همغږۍ او د دغه هېواد د مذهبي مشر ایت الله علي خامنهيي په حکم سره«د سوریې په دیرالزور ولایت کې د ترهګرو پر مورچلو» توغندويي بریدونه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي وو چې په سوریه کې د داعش پر مورچلو د برید په اړه پرېکړه د دغه هېواد د ملي امنیت په شورا کې نیول شوې وه.
د سپاه پاسداران د اعلامیې له خپرېدو څخه څو ساعته وړاندې ښاغلي روحاني ویلي وو:«هغه اقدام چې د اسلامي پاڅون سپاه پاسدارن د دیرالزور ولایت د هغو سیمو په نښه کولو لپاره چې د داعش ډلې مشران په کې وو، د توغندیو چمتو کول او توغول، د یوه کس او یا د یوه پوځي رکن پرېکړه نه وه، بلکې دا ډول پرېکړې د ملي امنیت په شورا کې نیول کېږي.»
په همدې حال کې د ایسنا خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د ایران د اطلاعاتو او کلتور وزیر محمود علوي هم ویلي چې حسن روحاني«د ملي امنیت شورا د رییس په مقام کې»په سوریه کې پر داعش حکم کړی وه چې د نظام د لوړپوړو چارواکو له خوا تأیید شو.
د سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي دي په سوریه کې د داعش ډلې پر مورچلو د توغندويي برید په پایله کې د دغې ډلې لږ ترلږه ۱۷۰ جنګیالي وژل شوي دي.
ایران د دغه هېواد پر پارلمان او د خمیني پر زیارت د داعش ډلې د دوه اوونۍ مخکې برید په غبرګون کې چې په پایله کې یې ۱۲ تنه وژل شوي وو او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي وو،د غبرګولي په ۲۸ مه یې د سوریې په خاوره کې د داعش ډلې پر مورچلو یې ۶ توغندي وتوغول.
په دې اړه مو اندونه