Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایټالیا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر زیاتوالی

په ایټالیا کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دی او تېره ورځ(یکشنبې د کب په ۱۹مه نېټه) دغه هېواد کې ۳۶۶ تنه مړه شوي او له ۷۳۰۰ نور پرې  اخته دي.

ایتالیا هم له چین نه وروسته د سویلي کوریا او ایران په څېر یې د کرونا ویروس له کبله د قربانیانو شمېر زیات دی.

د ایتالیا حکومت د دغه هېواد په په څلورو ولایتونو کې نېږدې ۱۶ میلیونه کسان قرنطین کوي.

د ایټالیا اوسېدونکي د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي لپاره د حکومت کړنې ستايي.

د روم اوسېدونکې، دنییلا په دې اړه وايي:«موږ ورسره موافق یوو، اړتیا ده چې د دغه ویروس مخنیوی وشي. دا داسې ناروغي ده چې ټ ول نیسي او په چټکۍ سره پراخیږي. زما په اند ګامونه پورته شوي دي او دا سمه ده. زه کاملآ ډاډه یم. که ګامونه پورته شوي دي که ستونزمن هم وي، خو یوه اړتیا ده.»

د روم اوسېدونکی، اولِګا زیاتوي:«زه د حکومت کار ته په درناوي سره ورسره موافق یم. دا کار د کرونا ویروس د مهال لپاره اړین دی. هیله ده چې دغه کار ته درناوی وشي.»

د روم اوسېدونکي وايي چې پر کرونا ویروس د نه اخته کېدو یوه لار، د باندې نه تلل دي.

اوس مهال نړۍ کې له ۳زرو ډېر کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي او له سلو زرو ډېر پرې اخته دي.

                  اوس مهال د کرونا ویروس د نړۍ له نوي ډېرو هېوادونو کې خپور شوی دی

شریک یي کړئ